د ننګرهار کرنې ریاست د تحقیقاتي فارم د ستروسو تولید نندارې ته وړاندې شو

د ننګرهار کرنې ریاست د تحقیقاتي فارم د ستروسو تولید نندارې ته وړاندې شو

د ننګرهار کرنې ، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د کرنیز تحقیقاتي (فارم جدید) ستروس چې له هر اړخیز تحقیق او څیړنې وروسته یې ښه حاصل ورکړی وو، په ولایت مقام کې د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل، ولایت مقام مرستیالانو او ولایتې ادارې ریسانو او مسولینو په حضور کې نندارې ته وړاندې کړ.

یاد ریاست یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ د نندارې پرمهال د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د ننګرهار کرنې ریاست مشرتابه او تحقیقاتي مسولینو له هر اړخیزې همکارۍ او دې برخې ته د ښه پام له کبله مننه وکړه چې په ښه توګه یې حاصل لاسته راوړی دی.

نوموړي ژمنه وکړه چې مرکزي حکومت سره به اړیکي ونیسي ترڅو په ارګ کې د ننګرهار ستروس نندارې ته وړاندې او د مرکزي حکومت پام ورته راواړوي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریس ډاکټر محمد ضمیر بهسودي د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل:

په فارم جدید کې د ستروسو ۶۶ نوعې لري چې نن یې عملاً تولید نندارې ته وړاندې کړ.

ډاکټر ضمیر زیاتوي چې په دې نوعو کې ۱۲ داخلي او ۵۴ بهرنۍ دي چې له هر اړخیز تحقیق وروسته بڼوالو ته د کر په موخه وړاندې کیږي.

ښاغلي بهسودي وايې دې فارم ته به نور هم زیات پام ور واړوي او د کروندګرو او باغ لرونکو لپاره به نورې ګڼې اسانتیاوې هم په دغه څیړنیز او رونیز مرکز کې رامنځته کړي.

دغه څیړنیز او رونیز مرکز ځانګړې موخه دا ده چې د بوټو هره بڼه پکې مطالعه، د ښه او خراب ډول توپیر پکې وشي.

دا مرکز د څیړونکو لپاره د ښې زمینې پر برابرولو سربېره بزګرانو ته د نبات هغه نوعې معرفي کوي چې د سیمې د اوبو او هوا مارکیټ سره برابر وي د ناروغیو پر وړاندې مقاومت ولري.




t