شهداوو او معلولینو وزارت: د نوي جوړ شوي تعمیر څخه لیدنه وشوه

شهداوو او معلولینو وزارت: د نوي جوړ شوي تعمیر څخه لیدنه وشوه

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال نن د نوي جوړ شوي تعمیر د کار او پر مختګ د څرنګوالي څخه لیدنه وکړه.

یاد وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ په دې لیدنه کې دل آقا صوفي زاده د دغه ودانۍ د ساختماني کار د څرنګوالي څخه څارنه وکړه او هدایت یې ورکړ چې ددغې ودانۍ په جوړلو کې ډیر دقت او پاملرنه وکړي چې تر څو وکولای شي یو پرمختللی او معیاري سیستم د معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو ورثوو لپاره اماده شي.

سرچینه وايي، د واحدې دریڅې د خدمتونو نوی سیستم (One Stop Shap) یو له ارزښت لرونکو پلانونو څخه دی چې د مراجعینو د کار د اسانۍ لپاره رامنځته شوی چې ډیر ژر به یې کار بشپړ او افتتاح شي.




t