لغمان: د ګورګاوتو او شیربکانې د ګبین وال له چارو لیدنه وشوه

لغمان: د ګورګاوتو او شیربکانې د ګبین وال له چارو لیدنه وشوه

د لغمان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دولت شاه ولسوالۍ د ګورګاوتو او شیربکانې د ګبین وال له چارو څخه څارنه وشوه.

د یاد ولایت د رسنیو دفتر وايي، د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس امان الله میاخیل د معلوماتو له مخې چې تېره ورځ د دولت شاه ولسوالۍ د ګورګاوتو او شیربکانې د ۴۰۰ متره ګبین وال چارې د دوی د استازو له لوري له نږدې وکتل شوي او د کارونو څارنه ترسره شوه.

میاخیل وایي، یاده پروژه دکلیودبیا رغونې اوپراختیا ریاست په تخنیکي همکارۍ اودنړیوال خوراکي سازمان په مالې لګښت (MCA) قراردادي شرکت له لوري رغول کیږي چې درغونې چارې یې کارپه مقابل دغذا پروګرام په چوکاټ کې څه موده وړاندې پیل شوې دي.

نوموړی وایي:

«په دې پروژه کې ۳۰۰ کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوې چې ورسره به د سیمې د خلکو کرنیزې ځمکې او کورونه د سیلاب له ګواښ څخه وژغول شي.»

په ورته مهال د دولت شاه ولسوالۍ د یادې سیمې قومي مشرانو او کاریګرو له ولایتي ادارې څخه مننه وکړه او د ورته نورو پروژو د پیل غوښتونکي شول.



افغانستان بیارغوونه خبرونه لغمان
t