لغمان والي ته له افغانیو جوړ نښان ورکړل شو

لغمان والي ته له افغانیو جوړ نښان ورکړل شو

د افغانستان بانک له لوري د لغمان والي ته په دې ولايت کې د افغانيو د بشپړ ترويج او د ښې همغږۍ او همکارۍ له امله د افغانيو څخه جوړ شوی نښان او مننليک ورکړل شوو.

د لغمان د رسنیو دفتر وايي، په دې ناسته کې، چې نن سه شنبه له غرمې وړاندې ترسره شوه، پرمهال يې لغمان والي ښاغلي محمد اصف ننګ سربېره، په ختيځ کې د افغانستان بانک مسوول احمدزي توحيديار، ددفتر رئيس فريد احمد مارزک، مالي او اداري رئيس مبارک شاه ابراهيمي، د بشري سرچينو رئيس خيبر نيازي، په لغمان کې د افغانستان بانک مدير، سنديزې حوزې رئيس سيد عبدالرحيم پاچا او يو شمېر نورو ګډون کړی وو.

رسنیز دفتر وايي، په ختيځ زون کې د افغانستان بانک مسوول احمدزي توحيديار د لغمان والي د همکارۍ او هڅو څخه مننه وکړه، چې د افغانيو په ترويج کې يې د دوی سره ترسره کړې ده.

نوموړي وويل:

د لغمان والي د هڅو او همکاريو په پايله کې يې په دې ولايت کې افغانۍ په بشپړ ډول رواج کړې او ټول خلک په راکړه ورکړه کې يوازې افغانۍ کاروي.

ورپسې په لغمان کې د افغانستان بانک مدير وويل په راتلوونکي معاش کې به ټولو مامورينو ته ۷۰ سلنه وړې افغانۍ ورکړي، ترڅو په راکړه ورکړه کې دوی له ستونزو سره مخ نه شي.

په ورته مهال لغمان والي محمد اصف ننګ په ختيځ زون کې د افغانستان بانک له مسوول احمدزي توحيديار څخه مننه وکړه، چې د افغانيو د ترويج په پروسه کې يې ټولو رامنځ ته کېدوونکو ستونزو ته پر وخت رسيدګي ترسره کړې.

نوموړي وويل:

 په لغمان کې افغانۍ په بشپړ ډول ترويج شوي او ټول ولسونه راکړه ورکړه په افغانيو ترسره کوي.

ښاغلي ننګ په ختيځ زون کې د افغانستان بانک مسوول ته د ولايتي ادارې په استازولۍ د هر ډول مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ.

سرچینه زیاتوي؛ د ناستې په ورستۍ برخه کې د افغانستان بانک مرکزي دفتر له لوري رالیږل شوی مننه لیک او نښان د ختیځ زون د مسوول له لوري لغمان والي ته په دې ولايت کې د افغانيو د بشپړ ترويج او د ښې همغږۍ او همکارۍ په موخه ورکړل شوو.

 




t