لغمان: ټوله راکړه ورکړه په افغانیو ترسره کیږي

لغمان: ټوله راکړه ورکړه په افغانیو ترسره کیږي

د افغانيو د ترويج او بهرنيو اسعارو د مخنيوي کمېسيون د لغمان والي سره ګډه کاري ناسته کې د نرخونو د بشپړ کنټرول د ډاډ سربېره یادونه وکړه چې اوس مهال ټوله راکړه ورکړه په افغانیو ترسره کیږي.

د یاد ولایت د رسنیو دفتر وايي، په دې ناسته کې، چې نن سه شنبه له غرمې وړاندې ترسره شوه، پرمهال يې لغمان والي محمد اصف ننګ سربېره د افغاينو د ترويج او بهرنيو اسعارو دمخنيوي کمېسيون غړيو او يو شمېر نورو ګډون کړی وو.

د افغانيو د ترويج او بهرنيو اسعارو د مخنيوي کمېسيون مشر او د عدليې رئيس سيمع الدين حقمل د کميسيون د ترسره کړو کړنو ګزارش د لغمان والي سره شريک کړ.

نوموړي وويل:

 د عامه پوهاوي، وړو افغانيو د وېشلو او نرخونو ګنټرول پروسه په دوامداره ټول په ښه شکل سره روانه ده او وخت پر وخت ترې څارنه او نظارت ترسره کېږي.

هغه وويل د ټيم ټول غړي يې په پوره ژمنتيا خپلې چارې په منظم ډول ترسره کوي، ترڅو دا پروسه لا بريالۍ شي.

نوموړي وويل:

اوس په لغمان ولايت کې ټول خلک راکړه ورکړه يوازې او يوازې په افغانيو ترسره کوي.

حقمل وايي د افغانيو د ترويج او بهرنيو اسعارو د مخنيوي کمېسيون تر اوسه پورې د ولايتي ادارې د رهبرۍ ۳۱ موارد او هدايات تطبيق کړي، ترڅو خلک په راکړه ورکړه کې يوازې افغانۍ وکاروي.

په ورته مهال لغمان والي محمد اصف ننګ د افغانيو د ترويج او بهرنيو اسعارو دمخنيوي کمېسيون له غړيو او اصنافو د اتحاديې له مسوولينو څخه مننه وکړه، چې ياده پروسه يې په ښه شکل سره کاميابه کړه.

هغه وويل:

 د کمېسيون غړي، مهترلام ښاروالۍ، اصناف او امنيتي مسوولين دې وخت پر وخت ټاکل شوې نرخ نامې کنټرول کړي، ترڅو راکړه ورکړه په عادلانه ډول ترسره شي او ولسونو ته زيان ونه رسېږي.

ښاغلي ننګ وويل د وړو افغانيو د ستونزې د حل ترڅنګ د عامه پوهاوي برخه هم په کاميابۍ سره روانه ده او دې برخې ته به په راتلوونکي کې هم پام ترسره کېږي.

والي ننګ د ياد کمېسيون څخه غوښتنه وکړه، چې د نرخونو د کنټرول په موخه دې يو ميکانېزم جوړ کړي، چې د ميکانېزم څخه سرغړونکي ته پکې جريمه او مجازات هم پېش بيني شوي وي.

په ياده ناسته کې د دواړو خواوو څخه په يو شمېر نورو مهمو موضوعاتو هم خبرې وشوې.




t