لغمان کې د څلورو ښوونځيو د جوړيدو د بنسټ ډبره کيښودل شوه

لغمان کې د څلورو ښوونځيو د جوړيدو د بنسټ ډبره کيښودل شوه

دلغمان په مرکز او ولسوالیو کې د ۴۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د څلورو بېلا بېلو ښوونځیو د جوړیدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

ددغو ښوونځیو د جوړیدو د چارو پیل نن د یکشنبې په ورځ د قوس په ۱۷ نېټه د لغمان والي ښاغلي محمد اصف ننګ، د پوهنې وزیر محمد میرویس بلخي، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي او ګڼ شمېر نورو له لوري ترسره شوو.

د لغمان ولايت د رسنيو دفتر وايي، د افغانستان د پوهنې وزیر محمد میرویس بلخې له رسنیو سره په خبرو کې وویل،چې د لغمان ولایت په مرکز او ولسوالیو کې یې د ۴۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د څلورو ښوونځیو د بنسټ ډبره کېښوده چې لګښت یې د سویډن هېواد او یونسیار ادارې له لوري ورکول کیږي.

هغه وویل، په دغو ښوونځیو کې درې هغه یې ۶ درسي او ۲ اداري خونې هم لري.

د پوهنې وزیر دغه راز یادونه وکړه چې ددغه وزارت په انکشافي بودیجې او هندوستان هېواد د مستقیمې مرستې څخه به د ټولو ښوونځیو د ځیو برخو بیارغونه هم ترسره کړي.

نوموړي همدارنګه یادونه وکړه چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سره په شریکه به د اقرا برنامې په چوکاټ کې د ګڼو ښوونځیو ودانۍ جوړې کړي.

سرچينه زياتوي؛ د لغمان والي محمد اصف ننګ وویل،چې ددې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ټول ښوونځي د زده کوونکو په مخ خلاص دي او دوی هڅه کوي چې ټولې اسانتیاوې د پوهنې برخې ته لا ډیرې کړي.

هغه دغه ډول پروژې خورا حیاتي وبللې او دغه راز یې یادونه وکړه چې راتلونکي کال ته به تر ۳۰ پورې پیش ساخت ښوونځیو لپاره ودانۍ په دې ولایت کې جوړې شي.

د پوهنې وزیر میرویس بلخي ددې ولایت والي او ولسونو ته ډاډ ورکړ چې په راتلونکو دوو کلونوکې به د لغمان د مرکز او ولسوالیو په کچه د ټولو ښوونځیو د ودانیو ستونزه حل کړي.




t