هلمند: کوچني کارېز کې د يوې ښوونځۍ نوې ودانۍ ګټي اخیستنې ته وسپارل شوه

هلمند: کوچني کارېز کې د يوې ښوونځۍ نوې ودانۍ ګټي اخیستنې ته وسپارل شوه

یاده ودانۍ د ځمکولۍ چارو او ښارجوړونې وزارت په مالي لکښت د ۱۶ میلونه افغانۍ په ارزښت د یوه کال په جریان کي بشپړه او نن ګټي اخیستنې ته وسپارل شوه.

دیادي ښوونځئ په نوې ودانۍ کې ۸ درسي خونې ، ۴ ادارې خونې د کتابتون او د کمپیوټر لب لپاره ځانګړې ځایونه پکې جوړ شوي ترڅو زده کوونکي د زده کړو پرمهال ترې ګټه پورته کړي.

د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان د یادي ښوونځئ د پرانیستلو پرمهال وویل: هلمند کې د ګڼو نورو ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړېدو چاري هم روانې دي او په نژدې وختونو کي به ګڼ شمېر نورو ښوونځیو ته هم ودانۍ جوړي شي.

ښاغلي یاسین خان د ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړولو برخه کي د افغانستان جلالتمآب ولسمشر د ځانګړې پاملرنې څخه مننه وکړه چي دې ولایت کې يې د سلګونو ښوونځیو لپاره د نوو ودانیو جوړولو بودیجه منظور کړې ده.

هلمند والي ښاغلي یاسین خان له ولسونو څخه غوښتنه وکړه چې د ښوونځیو لپاره نوې جوړېدونکې ودانیو په ساتنه کي پوره پاملرنه وکړي او خپل اولادونه هم زده کړو ته وهڅوي.

د هلمند پوهنې ریئس داود شاه صفاري او د ځمکولۍ چارو او ښارجوړونې ریئس عبدالولي مبارز هم په دې پرانیسته کې خبرې وکړي ، ددوی په خبره چي د ښارجوړونې وزارت په بودیجه جوړه شوي ودانۍ کیفیت ښه او د زده کوونکو لپاره به د ښې زده کړي برخه کي سهولتونه رامنځته کړي.




t