امرالله صالح د قطر ناستې ته نه ځي

امرالله صالح د قطر ناستې ته نه ځي

په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د ولسمشر غني د ټکټ لومړی مرستیال امرالله صالح له طالب استازو سره په ترسره کیدونکې ناسته کې د نه ګډون خبر ورکړ.
صالح پرخپلې فیسبوک پاڼې لیکلي، چې د نه ګډون دلایل یې شخصي او تخنیکي دي.
هغه له ولسمشر غني او د مصالحې د رهبرۍ له پلاوي مننه کړې، چې د قطر ناستې ته د افغان چارواکو او سیاستوالو په دوخ نیم سوه کسیز لیست کې یې د ده نوم لیکلی.



تبصره وکړئ

avatar