اواره / شفيقه خپلواک ‎

اواره / شفيقه خپلواک ‎

نن به راغلی وې ‎

نن ښه نه ومه

نن له سهاره ‎

وخت له ستوني نېوم ‎

نن مې له شنه سهاره ‎

زړه دلګېر و ‎

له لمر ختو سره ونه غځېدم ‎

د تازه څانګو رګ کې پته نشوم ‎

پسرلیو سترګو مې ګل ونه سپاړه ‎

نن له سهاره زړه نېولې ومه ‎

نن له سهاره سربداله ومه ‎

نن مې سهار کې یو شعر هم ونه لوست ‎

نه مې تار، تار سپړلې خپلې څڼې

نن به راغلی وې ‎

نن ښه نه ومه ‎

نن زه رښتیا وم د هوا له ذاته ‎

له ځانه ورکه، اواره په دنیا ‎

راټولېدله نه، لمنه زما ‎

د ګاون‌‌‌‌‌‌ډۍ د زوی په سترګو کې نن ‎

شین و تصویر زما د نرمې موسکا ‎

په پوهنتون کې په سیاسي بحث کې ‎

لوړ و له هر یوه نه غږ نن زما ‎

یاره نن بیا زه د هوا له ذات وم ‎

پلو مې ووړ د وړې خونې کونج ته ‎

خو ځلېدلو یې راوړلې سترګې ‎

د خلکو رغیو کې مې نوم ښکارېدو ‎

او ما له دوی نه اړولې سترګې

نن به راغلی وې ‎

نن ښه نه ومه ‎

له دومره شور سره مې زړه تنګ شوی ‎

غواړم د دوی له حافظې نه ووځم ‎

ژوند مې له ښاره خدا په څه تنګ شوی ‎

نن منتظره وم د ونې لاندې ‎

وړې، وریښمنې یې غوټۍ سپړلې ‎

د “دارلامان د ماڼۍ” مخکې ګله ‎

هغه چې نښې یې د جنګ ساتلې ‎

نن مې غوښتل غېږ کې دې ځان ونغاړم ‎

په غبرګیو رغیو کې دې ټوله شمه ‎

ما د هوا له ذاته لیرې یوسې ‎

د تن په دښته دې خاټوله شمه

نن به راغلی وې ‎

نن ښه نه ومه ‎

نن له سهاره وخت له ستوني نېوم ‎

نن مې له شنه سهاره زړه دلګېر و ‎

نن اواره وم نن مې نوی وېر و ‎

نن به راغلی وې ‎

نن ښه نه ومه

#نوی_شعر



تبصره وکړئ

avatar