ایران: امریکا ته د خپلو سوداګریزو اړیکو د ننګولو موقع نه ورکوو

ایران: امریکا ته د خپلو سوداګریزو اړیکو د ننګولو موقع نه ورکوو

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وایي امریکا ته به له نورو هېوادونو سره د خپل هېواد د سوداګریزو اړیکو د ننګولو فرصت ورنه کړي.

ظریف ترکیې ته د سفر پرمهال له هغه هېواده غوښتي،څو د امریکا د فشارونو باوجود له ایران سره خپلې سوداګرۍ ته دوام ورکړي.

په وروستیو کې امریکا پر ایران اقتصادي فشارونه زیات کړي او هغه هېوادونه یې ګواښلي، چې ایران سره اقتصادي او سوداګریز روابط لري.

ایران د دغو هڅو د مقابلې لپاره خپل چارواکي نورو هېوادونو ته استوي، څو د امریکا د فشارونو مخالفت ته یې وهڅوي.



تبصره وکړئ

avatar