بلخ: په ۵۹ میلیونه افغانیو د ۱۳ ښوونځیو ودانۍ جوړیږي

بلخ: په ۵۹ میلیونه افغانیو د ۱۳ ښوونځیو ودانۍ جوړیږي

د بلخ په مختلفو سیمو کې د ۵۹،۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۳ ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړول پیل شول.

د بلخ ولایت مقام په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ښوونځیو دا ودانۍ په نهرشاهي، بلخ، خلم، مارمل، دهدادياو کلدار ولسوالیو کې جوړیږي.

سرچینه وایي دا ودانۍ د کلیو او پراختیا وزارت د ملي میثاق د پروګرام له لارې جوړیږي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د یاد شوي پروګرام له لارې په بلخ کې د ۱۶۷ نورو ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړیږي.

ویل شوي، چې تراوسه د دې ښوونځیو له ډلې د ۱۳۳ هغو د ودانیو سروې او ډیزاین بشپړ شوی او نور تر کار لاندې دي.

 



تبصره وکړئ

avatar