اردوغان: سوریه هڅه کوي اوربند تر پښو لاندي کړي

اردوغان: سوریه هڅه کوي اوربند تر پښو لاندي کړي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان ویلي سوریه د ترکیې پولو ته څیرمه عملیات کوي او غواړي چې ددغو عملیاتو په مټ له موږ سره کړی اوربند تر پښو لاندي کړي. اردغان له سوریې څخه تلونکي ډلي، ډلي کډوالو ته په اشارې وویل سوریایي پوځیان په سیمه کې د وضعیت د خرابولو په لټه کې دي او په خبره یې چې دوي به هیچا ته اجازه ورنکړي چې په سیمه کې خلګ وځوروي هغه زیاته کړې که چیریي یاد ځواکونه په ادلیب ښار کې شروع کړي عملیات ونه دروي پر وړاندي به یې نظامي اقدام وکړي ښاغلي اردغان دا هم ویلي چې باید اوربند ته درناوی وسي او د وضعت د خرابولو هڅي ودرول سي.




t