د غذایي خوندیتوب د میاشتنۍ کمېټې ناسته وشوه

د غذایي خوندیتوب د میاشتنۍ کمېټې ناسته وشوه

د لغمان ولایت د رسنیو دفتر وايي، نن د سه شنبې په ورځ د جدي په ۲۴ نېټه له غرمې وړاندې د لغمان ولایت د مرستیال والي شهزاده مظلوم یار په مشرۍ د غذایي خوندیتوب د میاشتنې کمیټې ناسته په داسې حال کې ترسره شوه چې پرمهال یې د بېلا بېلو ادارو مسوولینو او د یو شمېر خیریه مرستندویه موسیساتو استازو ګډون کړی وو.

په ناسته کې د مجلس پرانیستونکې وینا، د تېر مجلس پریکړو او تصمیمونو په اړه د اجراتو ګزارش، لغمان ولایت کې په ۱۳۹۸ کال کې د WFP او UN ادارو له خوا د خوړو د خوندیتوب او د تغذیې په برخه کې د ترسره شویو فعالیتونو او د ۱۳۹۹ کال لپاره د پلاون شویو فعالیتونو وړاندې کول، د پاکستانۍ کلدارې بندیدا سره سم په افغانیو د نرخونو د کنټرول د کمېسیون ګزارش او د غذایي خوندیتوب په برخه کې د غیر دولتي موسیساتو لخوا ترسره شوي فعالیتونه د اجنډا له مهمو موضوعاتو څخه ول.

د لغمان ولایت مرستیال والي شهزاده مظلوم یار له لوري په خپله پرانیستونکي وینا کې د دې ناستې په اهمیت او په وخت یې د ترسره کېدو باندې ټینګار وشو.

هغه وویل:

د ټولنې هر وګړی حق لري چې سالمو خوړو ته لاس رسی پیدا کړي او په دغه برخه کې دې هره اداره خپل مکلفیت په ښه ډول ادا کړي.

مرستیال والي وایي، د ټولنې ۷۵ سلنه وګړي سالمو خوړو ته لاس رسی نه لري چې د نورو سترو لاملونو ترڅنګ یې جګړه، فقر او بې وزلي ده.

سرچینه وايي، نوموړي په دې ولایت کې د خوراک نړیوال پروګرام له لوري ټولې هغو چارې وستایل شوې،چې خلک له سالمو خوړو څخه برخمن کیږي.

په ورته مهال د خوراک نړیوال پروګرام مسوول محب الله له لوري په ۲۰۱۹ کال کې د خپلو ترسره کړو کړنو او راتلونکو پلانونو په اړه معلومات شریک کړل.

هغه وویل:

په الینګار او الیشنګ ولسوالیو کې ۲۰۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره کېدو سربېره د مرکز او مهترلام کې هم له دوه زرو زیاتو کورنیو سره معادل نغدي پیسې ویشلي دي.

نوموړی وایي په الیشنګ، الینګار او بادپښ ( نجات) ولسوالیو کې سلګونه وګړو ته د کار زمینې برابري کړي او له سالمو خوړو څخه هم برخمن شوي دي.

محب الله وایي، روان ۲۰۲۰ کال کې به هم د ورته پروژو او نورو برخو کې خپلو کارونو ته ادامه ورکړي.

دغه راز په دې ناسته کې په یو شمېر نورو بېلا بېلو برخو کې هم مسوولینو ته دندې وسپارل شوې ترڅو د غذایي خوندیتوب لپاره هڅې ګړندۍ کړي.




t