د متضرره ماشومانو حمایوي مرکز جوړیږي

د متضرره ماشومانو حمایوي مرکز جوړیږي

د مسلحانه شخړو څخه د متضرره ماشومانو لپاره حمایوي مرکز جوړیږي.
هغه ناسته چې د ټولنیزو چارو مرستیال غلام حیدر جیلاني په مشرۍ جوړه شوې په کې د وزارت مقام د دفتر، د تدارکاتو، د روزنتونو ماشومانو د ساتنې او ملاتړ برخو رئيسانو په کې برخه اخیستې وه، چې د مخلتفو موضوعاتو اړوند هر اړخیزې خبرې او بحث و شو.
د ټولنیزو چارو مرستیال غلام حیدر جیلاني د خپلو خبرو په ترڅ کې د متضرره مختلفو ګټګوریو ماشومانو ستونزې مهمې یادې کړې او دې ستونزو ته د رسیدو او حل په برخه کې یې اړوندو مسؤلینو ته لازمې لارښوونې و کړې.
غلام حیدر جیلاني همدارنګه زیاته کړه، چې د ولسمشر د حکم له مخې به د کار او ټولنیزو چارو وزرت او نورو زیربطه ادارو سره په همغږۍ د شخړو څخه د متضرره ماشومانو لپاره د امید( فنیکس) کمپ کې یو حمایوي مرکز جوړ شي، نوموړي په دې برخه کې اړوند مسؤلینو ته لارښوونه و کړه، څو د یاد مرکز د جوړیدو چارې د امنیتي مسؤلینو او نورو زیربطه ادارو له استازو سره په همغږۍ پيل او ژر تر ژره یې بشپړ کړي.
په دې جلسه کې د مالیې وزارت وزیر په رهبرۍ د علمي او فرهنګي شورای لپاره د اماده ګۍ او د ټولنیزو چارو معینیت د تشکیل اړوند هم بحث و شو او د ستونزو د هر اړخیزه حل په موخه اړوندو مسؤلینو ته لازم هدایات ور کړل شول.




t