د ناکامورا د وژل کیدو په ورځ هم جاپان افغانستان سره مرسته وکړه

د ناکامورا د وژل کیدو په ورځ هم جاپان افغانستان سره مرسته وکړه

په کابل کې د جاپان سفارت له یونیسف سره ۷ میلیونه ډالره مرسته په دې خاطر اعلان کړه، چې د پولیو ناروغۍ خلاف مبارزه کې یې ولګوي.

د جاپان سفارت ویلي، چې افغانستان د نړۍ له دوو هغو هېوادونو دی، چې پولیو یا ګوزڼ ناروغي یې لا هم ماشومان ګواښي.

سرچینې هیله مندي ښودلې، چې دغه مرسته به یې د پولیو په ځپلو کې موثره تمامه شي.

ویل شوي، چې پر دې مرستې به ۱،۴ میلیونه افغان ماشومان د پولیو پر وړاندې واکسین او ۱۰ میلیونه نور د پولیو پر وړاندې پياوړي شي.

دا مرسته په داسې مهال شوې، چې نن په ننګرهار کې ناڅرګندو وسله والو جاپانی الاصله افغان ډاکټر ناکامورا په ډزو وواژه.




t