د چین له پلاوي سره د اجرایه رییس لیدنه؛ له چین سره همکاري پراخیږي

د چین له پلاوي سره د اجرایه رییس لیدنه؛ له چین سره همکاري پراخیږي

افغان اجرايه رئيس عبدالله عبدالله په کابل کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د بهرنيو اړيکو څانګې د مرستيال مسئول وانګ يا جون په مشرۍ د دې ګوند له پلاوي سره وکتل.

وانګ يا جون وويل چې د چين د کمونېست ګوند غواړي چې د افغانستان له بېلا بېلو ګوندونو سره د نظريو تبادلې پياوړې کړي تر څو د چين او افغانستان ترمنځ اړيکې په پر له پسې توګه پرمختګ وکړي.

بلخوا عبدالله عبدالله ویلي، افغان حکومت او بېلا بېل سياسي ګوندونه تمه لري چې له چين سره رښتينې همکارۍ پراخې کړي تر څو افغانان ترې ګټې واخلي.

باید د یاد کړو چې د چین یاد پلاوي د خپل سفر په موده کې د ولسمشر له دویم مرستيال سرور دانش، د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني او ګلبدين حکمتيار سره هم لیدلي.

داسې ښکاري چې چین په وروستیو کې لا غواړي افغان لوري سره نیږدې شي.

همداراز وړمه ورځ د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي ول چې افغان سوله ډیره نیږدې شوې او چین به په کې همکاري ونه سپموي.

 



افغانستان چیني پلاوي سره لیدنه

تبصره وکړئ

avatar
t