د کډوالو نړیوال سازمان له افغانستان سره ۳۰ میلیونه ډالره مرسته کوي

د کډوالو نړیوال سازمان له افغانستان سره ۳۰ میلیونه ډالره مرسته کوي

د کډوالو د نړیوال سازمان او د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزارت ترمنځ د اجرائيه رئيس په حضور کې بې ځایه شویو او راستنېدونکیو کورنیو ته د رسېدګۍ لپاره د دېرش میلیونه ډالرو مرستې هوکړه لیک لاسلیک شو.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو اجرایوي کمېټې نن سهار خپله ناسته له اجرایه رییس عبدالله عبدالله په مشرۍ په سپېدار ماڼۍ کې وکړه .

په دې ناسته کې لومړی د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي د تېرو جلسو په اړه مفصل رپوټ وړاندې کړ او زیاته یې کړه، چې له بې ځایه شوې کورنیو سره تر دې دمه ټولې بېړني مرستې ترسره شوي .

اجرایه ریاست په یوه خبرپاڼه کې وايي، د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو وزیر سید حسین بلخی غوڼډې ته د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو سره د ژمنیو مرستو مشترکې ستراتیژۍ په هکله معلومات وړاندې کړل او ویې وویل، چې ۵۲ زره بې ځایه شوې کورنۍ د ژمنو مرستو لپاره بېړنۍ اړتیا لري.

ښاغلي بلخي وویل:

«د افغانستان مالیه وزارت د ۵۲ زره بې ځایه شویو کورنیو سره د مرستو توان نه لري، مالیې وزارت اوس مهال لپاره یواځې ۱۵ زره کورنیو لپاره بودیجه لري، چې پاتې ۳۵ زره کورنۍ د بودیجي نه شتون سره مخ دي.»

د کډوالو چارو وزیر وړاندیز وکړ، چې له ۵۲ زره اړمنو کورنیو سره دې ژر تر ژره ژمنۍ مرستې وشي، څو بېرته خپلو اصلي مېنو ته د بې ځایه شویو کورنیو د لېږد په برخه ګټور تمام شي .

ښاغلي عالمي بلخي د غونډې ګډونوالو ته د بې ځایه شویو کورنیو په اړه وویل:

«تر اوسه په ۲۰۱۹ کال کې د بې ځایه شویو کسانو شمېر ۴۹۵۰۹۶ تنو ته رسېږي، چې ۱۹۸۲۳۳ تنه یې بېرته خپلو اصلي مېنو ته ستانه شوي دي.»

د هغه په وینا، تر اوسه پورې د جګړو له امله له ننګرهار، فاریاب، هلمند، فراه، تخار، وردګو، کندوز او بلخ ولایتونو څخه په ۲۰۱۹ کال کې ۸۰۱۷۱ تنه له خپلو اصلي مېنو بې ځایه شوي، چې په دومره موده کې ۶۵۳۳ کورنۍ بېرته خپلو اصلی مېنو ته ور ګرځېدلي دي. همدارنګه ښاغلي بلخي زیاته کړه، چې له دې جملې څخه ۷۱۲۲۸ کورنيو سره نړیوالو ټولنو بېړنې مرستې کړي دي.

اجرایه رییس عبدالله له ټولو کورنیو او نړیوالو ادارو څخه ستاینه او مننه وکړه، چې افغانستان کې له بې ځایه شویو کورنیو سره مرستې کوي .

د هېواد اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله ټینګار وکړ، چې ټولې ادارې باید په ګډه کار وکړي او د ژمنیو مرستو د مشترکې ستراتیژۍ په برخه کې دې له مالیې وزارت سره د بودیجې د تامین لپاره ناستې وکړي او دا مساله دې حل شي.

اجرائيه رئیس وویل:

«د ژمي موسم په را رسېدو سره دې حکومتي مسوولې ادارې د راستنېدونکیو او کډوالو کورنیو لپاره بشپړ چمتووالی لري او اړونده ادارې دې خپلې غوښتنې له ملي پلان سره بشپړې او د کډوالو چارو وزارت په مشرۍ دې د دې پلان له نهايي کېدو په اړه ناستې وکړي او خپل رپوټ دې راتلونکې ناستې ته وړاندې کړي.»

ښاغلي عبدالله وویل چې له شته بودیجې څخه دې هر څه ژر له اړو کورنیو سره عاجل مرستې وشي او په دې برخه کې هېڅ ډول ناغېړي د منلو وړ نه ده.

همدارنګه د غونډې په پای کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو وزارت او د کډوالۍ لپاره د نړیوالي ادارېIOM سره د ۳۰ میلیون ډالرو په ارزښت د بې ځایه شویو او بېرته راستنېدونکیو کورنیو لپاره تفاهمپاڼې هم لاسلیک شوې.



اجرایه ریاست افغانستان راپور
t