د یو کمپاین په ترڅ کې ۴۳۰ لیوني او کوڅه ډب سپي لمنځه یوړل شول

د یو کمپاین په ترڅ کې ۴۳۰ لیوني او کوڅه ډب سپي لمنځه یوړل شول

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي،د دې ولایت په چپرهار او بهسودو ولسوالیو کې د چاپیریالي روغتیا ډلې له لورې د کمپاین په ترڅ کې ۴۳۰ لیوني او کوڅه ډب سپي لمنځه وړي چې د ښاروالۍ له لورې تر خاورو لاندې خښ شوی دي .

د ننګرهار د رسنيو دفتر وايي، د دوی په وینا ۲۵۰ لیوني او کوڅه ډب سپي یې د بهسودو په بېنګاه،دامان، وچ تنګي او یو شمیر نورو سیمو کې او ۱۸۰ نور یې د چپرهار ولسوالۍ په بازار او یو شمیر نورو سیمو کې لمنځه وړي دي .

د عامې روغتیا د چاپیریالي روغتیایي ډلې له لورې د کمپاین پر مهال خلکو ته په دې اړه عامه پوهاوی هم ورکړل شوی دی .




t