طالبان: د لاري تر خلاصون پوري هیڅ شرکت اجازه نلري چې ټکټ ورکړي

طالبان: د لاري تر خلاصون پوري هیڅ شرکت اجازه نلري چې ټکټ ورکړي

وروستي اورښتونو او د زیاتو تلفاتو په لیکه طالبانو خبرداری ورکړی چې هیڅ شرکت دا حق نلري چې ټکټ ورکړي د سرغړوني په وخت کې به ورسره شریعي چلند کیږي د طالبانو په خپره سوې اعلامیه کې ویل سوي چې زموږ دملکي خدماتو کمیسون ورستي ورښتونو ته په کتو چې په ګڼو ولایتونو کې یې لاري د ترافیکو پر مخ تړلي دا پریکړه وکړه چې هیڅ نمایندګۍ داحق نلري چې په دغو روانو حالاتو کې ټکټ ارزه کړي د طالبانو اعلامې کې دا هم راغلي چې که هرې نمایندګۍ سرغړونه وکړه شریعي چلند به ورسره کیږی.
دطالبان دا اعلامیه په داسي وخت کې خپریږي چې دهیواد په ګڼو ولایتونو کې د ځاني او مالی تاوانو سربیره د ترافیکو پرمخ ګڼي مواصلاتي لارې هم بندې سوي دي.




t