لغمان: له یو شمیر ښوونکو سره ولیدل شول

لغمان: له یو شمیر ښوونکو سره ولیدل شول

د اليشنګ او دولت شاه ولسوالیو يو شمېر ښوونکو د لغمان والي سره په لېدنه کې خپلې ځېنې ستونزې د حل په موخه شريکې کړې.

د لغمان د رسنیو دفتر وايي، په دې ناسته کې، چې نن سه شنبه له غرمې وړاندې ترسره شوه، پرمهال يې لغمان والي محمد اصف ننګ سربېره، مرستیال والي شهزاده مظلوم یار، ددفتر رئیس فرید احمد مارزک، د پوهنې رئيس عبدالله حميدي او د دواړو ولسواليو راغلو ښوونکو او يو شمېر نورو ګډون کړی وو.

د راغلو ښوونکو په استازولۍ معلم اشرف د لغمان والي څخه مننه وکړه، چې تل يې د ښوونکو ستونزې د حل په موخه مخامخ اورېدلي دي.

نوموړي وويل:

 ښوونکي په ټولنه کې ډېر لوړ مقام لري او د ټولو خلکو اولادونو ته سالمه روزنه ورکوي.

هغه د دواړو ولسواليو د ښوونکو د ښاروګوټي ستونزه په تفصيلي ډول د لغمان والي سره د حل په موخه شريکه کړه.

په ورته مهال لغمان والي محمد اصف ننګ د راغلو ښوونکو څخه مننه وکړه، چې تل يې خپلې ستونزې د ولايتي ادارې له رهبرۍ سره شريکې کړي.

هغه وويل:

ښوونکي ته الله ج ډېره لوړه مرتبه ورکړې او د يوې ټولنې مهمه برخه تشکيلوي، چې د ټولنې ټول خلک ورته احترام لري.

نوموړي د راغلو ښوونکو څخه غوښتنه وکړه، چې د سیمه ییزو مسایلو د حل په موخه لازمه ده چې قومي مشران او دیني عالمان منځګړیتوب وکړي او د حل لارې ورته پیدا کړي، ترڅو په راتلوونکي کې نورې ستونزې راپيدا نه شي.

ښاغلي ننګ د پوهنې رئيس ته هم دنده ورکړه، چې د يادو ښوونکو د ستونزې په حل کې دې خپل مسووليت او مکلفيت په سم ډول ترسره کړي، ترڅو ياده موضوع حل شي.

سرچینه وايي، والي ننګ راغلو ښوونکو ته د ولايتي ادارې په استازولۍ د هر ډول مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ.

په ياده ناسته کې د دواړو خواوو څخه په يو شمېر نورو مهمو موضوعاتو هم خبرې وشوې.




t