لوګرکې د یوه ښوونځي د زده کوونکو تر منځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

لوګرکې د یوه ښوونځي د زده کوونکو تر منځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لوګر مرکز اړوند د کلنګار جهادي د هلکانو لېسې د زده کوونکو تر منځ د فوټسال پیل شوی تورنمنټ پای ته ورسېد.

یاد ټورنمنټ د پوهنې ریاست د بدنې روزنې او سپورټ مدیریت له خوا جوړ شوی وه ، چې ۲۰ ورځې یې دوام وکړ.

د دغه ټورنمنټ د جوړولو موخه د فوټسال لوبې ته پرمختګ ورکول او هم د فوټسال د غوره لوبغاړو معلومول وو.

په دې ټورنمنټ کې د فوټسال ۱۵ ټیمونو او ۱۸۰ لوبغاړو برخه اخیستې وه، چې ټول د بیلا بیلو ټولګیو زده کوونکي وو.

په نوموړي ټورنمنټ کې د شاهین لوبډلې لومړی، د عقابان لوبډلې دویم او د ځوانانو لوبډلې درېیم مقامونه خپل کړي دي.

د یادونې وړ ده، چې د لوګر د ښوونځیو د زده کوونکو تر منځ له دې مخکې هم د والیبال، فوټبال، کرکټ او فوټسال سیالۍ جوړې شوي دي.




t