ټرمپ: طالبان اوربند ته تیار شوي دي

ټرمپ: طالبان اوربند ته تیار شوي دي

 د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې له طالبانو سره یې خبرې روانې دي او هغوی اوربند او جګړې درولو ته اماده شوي دي.

په واشنګټن کې له سپینې ماڼۍ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ډونالډ ټرمپ تیره شپه د افغانستان په وخت د شپې په ۱۱ بجو د افغانستان د بګرام هوایي ډګر ته رسیدلی و.

سرچینې زیاته کړې چې دامریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال مایک میلي چې تر ده مخکې افغانستان ته تللی و، د بګرام په هوایي ډګر کې یې د ولسمشر هرکلی وکړ.

سرچینې زیاته کړې چې ولسمشر ټرمپ په بګرام هوایي ډګر کې خپلو قوماندانانو اوسرتیرو ته وینا وکړه او هغوی ته یې د (شکرانې) د مذهبي او دودیزې ورځې په مناسبت مبارکي ورکړه.

د امریکا ولسمشر خپلو سرتیرو ته په وینا کې په ډاګه کړه چې امریکا او طالبانو د سولې یو تړون نږدې شوي دي.

هغه زیاته کړې :

(( طالبان غواړي موږ سره تړون وکړي ، موږ ورسره لیدنې کوو او ورته وایو چې لومړی باید اوربند وشي ، په لومړیو کې هغوی اوربند نه منلو، خو اوس اوربند منلو ته تیار شوي دي.))

دا په د اسې حال کې ده چې درې میاشت مخکې ولسمشر ټرمپ له طالبانو سره وروسته له هغه خبرې ودرولې  چې په کابل د یوه  ځانمرګي برید په پایله کې د یوه امریکایي سرتیري په ګډون د ناټو دوه سرتیري او ۱۰ افغانان ووژل شول.

خو په دې وروستیو کې داسې راپورونه  ورکړل شول چې په قطر کې د امریکا اوطالبانو  ترمنځ پټې او غیر رسمي خبرې  روانې دي.

بلخوا دافغانستان له ولسمشرۍ ماڼې ارګ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د امریکا ولسمشر ولسمشر اشرف غني سره هم په بګرام هوایي ډګر کې لیدلي دي.

سرچینې زیاته کړې په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزیر اسدالله خالد، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رییس متین بیګ او د ولسمشر ستر سلاکار فضل محمود فضلي هم شتوند د رلود.

په خبرپاڼه کې راغلی، په دې لیدنه کې د امریکا ولسمشر د ترهګرۍ پر ضد مبارزه او داعش ته په ماتې ورکولو د افغان ملي دفاعي ځواکونو ستاینه وکړه.

دغه راز د امریکا ولسمشر د افغانستان په ختیځ کې داعش ته  په ماتې ورکولو ولسمشر غني ته مبارکي ورکړه.

په خبرپاڼه کې راغلي، دواړوولسمشرانو ټینګار وکړ که طالبان د سولې تړون ته ژمن دي لومړی باید اوربند وکړي .

دارګ په خبرپاڼه کې راغلي، دواړو ولسمشرانو ټینګار وکړ چې که طالبان سولې ته ژمن دی ، نو لومړی باید اور بند وکړي اوپه افغانستان کې دوامدارې سولې لپاره اړینه ده چې په نورو هیوادونوکې د ترهګرو مرکزونه له منځه یوړل شي.




t