پکتیکا والي: د بيړنیو پېښو لپاره بشپړ چمتوالی نیول شوی

پکتیکا والي: د بيړنیو پېښو لپاره بشپړ چمتوالی نیول شوی

د یاد ولایت د رسنیو دفتر وايي، دغه څرګندونې د پکتیکا والي نن د دې ولایت مقام کې د بېړنیو پېښو په اړه جوړې شوې ناسته کې وکړې.

د پکتیکا والي ښاغلي ډاکټر مجیب الرحمن څمکني وویل: چې په روان ژمي کې د طبعي پېښو لپاره په هره برخه کې بشپړ چمتوالی نیول شوی او پر وخت به د پېښو له قربانیانو او بېوزلو خلکو سره هر اړخیزې مرستې وکړي.

سرچینه وايي، څمکني زیاته کړه چې د پېښو پر وړاندې د مبارزې، عامي روغتیا، د سرکونو د څارنې او ساتنې، سرې میاشتي، کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاستونو او ادارو لخوا د طبعي پېښو لپاره بشپړ چمتوالی لري او پر وخت به د پېښې ځای ته رسیدګي وکړي.

نوموړي دغه راز د واورو تورولو له قراردادیانو په جدي ډول غوښتنه وکړه چې د پکتیکا ولایت قراداد شوي سرکونه په خپل وخت له واورو پاک کړي څو ولسونو ته په تګ راتګ کې ستونزې جوړې نه شي.

رسنیز دفتر ویلي؛ په ورته مهال د اړوندو ریاستونو رئیسانو او مسؤولینو هم ژمنه وکړه چې له خپلو شته امکاناتو به کار اخلي او د پېښو له قربانیانو او د بېوزولو کسانو به په بشپړ ډول لاسنوی کوي او له دوی به هیڅ ډول مرستې نه سپموي.




t