افغان ولسمشر د ترکیې د بهرنیو اقتصادي اړیکو د بورډ رئیس سره وکتل

افغان ولسمشر د ترکیې د بهرنیو اقتصادي اړیکو د بورډ رئیس سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن مازدیګر د ترکیې استانبول ښار کې د یاد هیواد د بهرنیو اقتصادي اړیکو بورډ رئیس نایل اولپاک او د ترکیې – افغانستان د سوداګریزې شورا رئیس سلېمان سیلیف سره وکتل.

ارګ وايي، ولسمشر غني د افغانستان او ترکیې دوستانه مناسباتو او دوامداره اړیکو ته په اشارې وویل، افغانستان د لویو انکشافي پروژو او د اوبو د بندونو د معیاري ډیزاین او څارنې په برخو کې د ترکیې له بریالیو تجربو څخه ګټې اخیستنې ته لېوال دی. هغه زیاته کړه، د افغانستان او ترکیې د دغو همکاریو په پایله کې به انکشافي پروژې په مناسبه بیه، ښه کیفیت او پر وخت تطبیق او بشپړې شي.

د هیواد جمهوررئیس په افغانستان کې د کانونو، د برېښنا، ټرانزیټ او سیمه ییز اتصال په برخو کې د پانګونې فرصتونه تشریح او ترکي پانګوال یې په اړوندو برخو کې پانګونې ته وهڅول. هغه زیاته کړه، د اورګاډي پټلۍ او د سیمه ییز اتصال په برخو کې پانګونه له ترکیې او سیمې سره د افغانستان د نښلولو او سوداګریزې راکړې ورکړې لپاره ارزښتناکه ده.

هغه همدارنګه د افغاني محصولاتو لکه جلغوزیو، پستې، بادامو، چارمغزو او نورو د ارزښت ځنځیر پر ایجاد په ټینګار وویل، موږ باید په دې برخه کې تخنیکي ظرفیت لوړ کړو، ترڅو زموږ صنعتکاران په نړیوالو معیارونو برابر توکي بسته بندي او صادر کړي.

د ترکیې هیواد د بهرنیو اقتصادي اړیکو د بورډ رئیس جمهوررئیس غني ته د ښه راغلاست پرمهال ترکیې ته د هغه په سفر خوښي وښوده او د لویو انکشافي پروژو، د کانونو، ټرانزیټ، برېښنا او سیمه ییز اتصال په برخو کې یې پانګونې ته تیاری وښود او ژمنه یې وکړه چې ترکي پانګوال او شرکتونه به په اړوندو برخو کې پانګونې ته وهڅوي.




t