افغان ولسمشر د چین د نوي استوګن سفیر باورلیک ومانه

افغان ولسمشر د چین د نوي استوګن سفیر باورلیک ومانه

د افغانستان ولسمشر رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې په ارګ کې، د افغانستان لپاره د چین د نوي استوګن سفیر وانګ یوو باورلیک ومانه.

ولسمشر غني د چین نوي سفیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل:

«موږ هیله من یوو چې ستاسو راتګ به د افغانستان او چین ترمنځ د اړیکو لا ښه کېدو او پراخېدو کې مهم رول ولوبوي. افغانستان له چین سره د پراخو اقتصادي، سیاسي او ټولنیزې اړیکو غوښتونکی دی.»

ارګ وايي، جمهوررئیس پخپلو خبرو کې د چین او افغانستان د اړیکو ارزښت ته په اشارې وویل، دواړه هیوادونه له تېرو ۵۰ کلونو دوستانه اړیکې لري او دغه اړیکې باید نورې هم پراخې شي.

ولسمشر غني وویل، چین په سیمه کې پیاوړی اقتصادي هیواد دی او د دې هیواد همکاري د سیمې د پرمختګ لامل کېږي او افغانستان لېوالتیا لري چې له چین سره د دغو همکاریو عمده برخه وي.

ښاغلي وانګ یوو په افغانستان کې په خپل نوي ماموریت خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه، چې د خپل ماموریت پر مهال به د چین او افغانستان ترمنځ د اړیکو او همکاریو د لا پراختیا لپاره دوامدار کوښښونه وکړي.



ارګ افغانستان د چین استازي
t