جواد: فارياب کې د تیر کال ډیری قربانیان ماشومان دي

جواد: فارياب کې د تیر کال ډیری قربانیان ماشومان دي

په فاریاب کې د بشري حقونو خپلواک کمیسون ولایتی ریس زبیح الله جواد وویل تیر کال افغان ماشومانو ته مرګ ژوبله زیاته وه ښاغلي جواد زیاته کړل تېر کال په فارياب کې ١١٨ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې له دې جملې ٨٠ ماشومان ټپيان سوي او ٣٨ نور وژل سوي دي.
له بده مرغه د ملکيانو، په ځانګړي ډول ماشومانو د زيان د جبران او د قربانيانو له کورنيو سره د مرستې لپاره بنسټیز پروګرام نه سته د بشري حقونو خپلواک کميسيون ولايتي دفتر وايي د جګړې ښکېلو اړخونو د ملکيانو او ماشومانو د خونديتوب لپاره لازم څه نه دي کړي




t