خوست: تخته بیکې تاریخي دوه کلاګانې به ورغول شي

خوست: تخته بیکې تاریخي دوه کلاګانې به ورغول شي

د خوست تخته بیکې تاریخي دوه کلاګانې به په راتلونکې پلان کې شاملې او جمهوري ریاست ته به یې د رغونې وړاندیز وشي.

دا څرګندونې خوست والي محمد حلیم فدايي په خوست ښار کې د تخته بیکې دو تاریخي کلاګانو څخه د لیدنې پر مهال وکړې.

د خوست د رسنیو دفتر ویلي؛ والي حلیم فدايي سره په دې لیدنه کې د نړیوالو، ملي، سیمه ییزو رسنیو خبریالانو، د ولایتي شورا استازي ښاغلي قمر علي لګڼوال، ښاغلي عبدالوالي واحدزي، ښاغلي سید کریم خان خاکسار، د اطلاعاتو او فرهنګ د ابداتو مدیر ښاغلي میاخېل او مدني فعالانو ملتیا کوله.

فدايي ددې لیدنې پر مهال رسنیو ته وویل:

«نن موږ د تخته بیکې سیمې او تاریخي کلاګانو څخه لیدنه وکړه، ترڅو موږ وکولای شو، هر اړخیز ټیم له لوري، چې په کې به د اطلاعاتو او فرهنګ، تاریخي سیمو متخصصین، ځمک پېژندونکي او نور مسلکي کسان شامل وي، دا تاریخي ګلاګانې به په هر اړخیزه توګه مطالعه کړي.»

خوست والي وویل چې کلکه اراده یې دا ده، چې په راتلونکې کال کې ددې تاریخي ځای د رغونې چارې پیل کړو او یو شمېر موضوعات چې ددې سیمې په اړه دې مخکې له مخکې به هوار او ساحه به تر څېړنې لاندې ونیول شي.

هغه وویل چې ټولې ستونزې به یې مطالعه، هغه موانع چې په وړاندې یې موجودې په نښه او له بشپړې ارزاونې او تحلیل وروسته به یې جمهوري ریاست ته وړاندیز کړي تر څو که وکولای شو د عملیاتي واحد له لارې ورغول شي.

سرچینه زیاتوي؛ د خوست تخته بیکې سیمه چې دوه لویې غونډۍ لري، له سلو کالونو مخکې د پوځي موخو لپاره ودانې شوې او ساختمان یې د تاریخ له اړخه مهم او داسې روغول شوي، چې د سیلانیانو پام ځان ته اړوي او د خوست له مهم تاریخي ځایونو او ساختماني نقشو څخه شمېرل کیږي.

خو دا مهال په یادو تاریخي ګلاګانو او برجونو کې د پولیسو او ملي اردو ټولي ځای په ځای شوي چې هره ورځ د تخریب له خطر سره مخامخ او پاملرنې ته بیړنۍ اړتیا لري.

سرچینې ویلي؛ په ساحه کې غصب، د دفاع وزارت قراردادونه، په دې کلاګانو کې د امنیتي ځواکونو موجودیت او د دوی لپاره د بدلې ځمکې او تعمیراتو نشتوالی هغه موانع دي، چې د کلاګانو د رغونې چارې یې ځنډولی شي او ددې موانع په لرې کیدو سره به یې د رغونې چارو پیلول وخت ونه نیسي.



افغانستان بیارغوونه خبرونه خوست
t