خوست کې له ۱۳۰۰ جریبه ډېره دولتي ځمکه استرداد شوه

خوست کې له ۱۳۰۰ جریبه ډېره دولتي ځمکه استرداد شوه

د افغانستان د ښارجوړولو او ځمکو وزارت وايي، له غاصبینو د دولتي ځمکو د بېرته رانیولو په لړ کې یې، د خوست په مرکز او د دې ولایت په یعقوبي، صبري، اسماعیل خیل او مندوزي ولسوالیو کې ۱۳۸۸ جریبه غصب شوې دولتي ځمکه استرداد کړې ده.

سرچینه وايي، له دې جملې ۴۸۸ جریبه بکر او بایر ځمکه د خوست په مرکز، ۵۰۰ جریبه ځمکه په اسماعیل خیل او مندوزي او ۴۰۰ جریبه نوره ځمکه په یعقوبي او صبري ولسوالیو کې موقعیت لري.

د ښارجوړولو او ځمکو وزارت وايي، د ۵۰۰ جریبه غصب شوې دولتي ځمکې په استراداد سره یې، له دولتي ځمکو څخه د موثرې او معقولې استفادې ته زمینه برابره کړه.



استرداد افغانستان خبرونه خوست ځمکه
t