د شا او خوا ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د خوراکي توکو د پروسس د وسایلو مرسته وشوه

د شا او خوا ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د خوراکي توکو د پروسس د وسایلو مرسته وشوه

د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنې د ودې او کلیو پراختیا (CBARD) پروژې له لوري د ننګرهار د (کوټ، اچین، چپرهار، رودات، خوګیاڼیو او شیرزادو ) ولسوالیو ۳۶۰ تنو ښځو ته د (اچار، رومیانو روب (کیچ اپ)، مربع او سرکې) جوړولو په برخه کې له روزنې وروسته اړونده وسایلو مرسته وشوه.

یاد ریاست یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ ددغه وسایلو د مرستې په مراسمو کې د ننګرهار ولایت مرستیالې حبیبې کاکړ، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سرپرست ډاکټر ضمیر بهسودي، د پلان او برنامو امر عطاالحق بشري، د (CBARD) پروژې سرپرست مشر بسم الله ځدران او بیلابیلو ولسوالیو اوسیدونکو برخه اخیستې وه.

ننګرهار ولایت مرستیالې حبیبې کاکړ د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل:

په دې چارې سره به ښځینه په کور دننه کارو بار ( تجارت) جوړ کړي چې له یوې خوا به غذا تامین او له بلې خوا به کورنی اقتصاد پیاوړی شي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سرپرست ریس ډاکټر محمد ضمیر بهسودي ددغه مرستو په ترسره کولو خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې په دې چارو سره به کورنۍ خودکفا شي.

ډاکټر ضمیر بهسودي زیاته کړه:

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د اړونده پروژو سره د چارو بهبود او ښه والي په موخه هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

سرچینه وايي، د (CBARD) پروژې سرپرست مشر بسم الله ځدران د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: د ذکر شویو شپږو ولسوالیو ۳۶۰ تنو ښځو ته یې د شا او خوا شل میلیونه افغانیو په لګښت د وسایلو مرسته وکړه.

نوموړی زیاتوي:

ددغه مرسته شویو وسایلو د یوې بستې لګښت ۵۴۰۰۰ زره افغانۍ دی چې ۴۷ قلمه توکي په کې شامل دي.

ځدران زیاتوي په لومړي پړاو کې یې دغو میرمنو ته د څلورو ورځو په جریان (اچار، کیچ اپ، مربع او سرکې) د جوړولو ټریننګ ورکړی چې په دویم پړاو کې یې ددغه توکو مرستو ترسره کړه.



اقتصادي خبرونه مرسته کرنې ریاست
t