د لغمان په مرکز او ولسوالیو کې ۱۶۸ پروژې پیل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د لغمان په مرکز او ولسوالیو کې ۱۶۸ پروژې پیل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د افغانستان د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي لغمان ولایت ته د خپل سفر پرمهال نن له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې ددې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې یې په بېلا بېلو برخو کې د ۱۱۴ میلیونه افغانیو په ارزښت ۷۷ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارلې او دغه راز یې د ۱۸۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۹۱ پروژو چارې رسماً پیل کړې.

د یاد ولایت د رسنیو دفتر وايي، نوموړی وایي:

په دغو پروژو کې د ترانسپورټ، د څښاک د پاکو اوبو سیستمونه، د اوبو خور، سړک سازي، د وړو بندونو او کانالو او ګڼې نورې برخې شاملې دي.

مجیب الرحمن کریمي دغه راز یادونه وکړه چې په نوي مالي کال کې به ددې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د سلګونه میلیونه نورو افغانیو په ارزښت سترې کوچنۍ پروژې هم پیل کړي.

په ورته مهال د لغمان والي ښاغلي محمد اصف ننګ خوښي اوښوده چې د ماموریت په دوران کې ددې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د انکشاف لړۍ په چټکۍ سره روانه ده او نن یې د څه کم ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت په دومره ستره کچه د پروژو د چارو پیل وکړ.

سرچینه زیاتوي؛ هغه د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ته ډاډ ورکړ چې ددې ولایت محلي اداره او ټول ولسونه په خورا میړانې سره د ټولو پروژو په ساتنه او عملي کېدو کې برخه وال دي.

نوموړي وویل، په راتلونکې کې به د انکشاف دا لړۍ همداسې روانه ساتي او ډیر ژر به په نورو برخو کې هم یو لړ پروژې پیل شي.




t