د ماه جبین قزلباش سره ددرملني په موخه ۵ لکه پاکستانۍ کالداري مرسته سوې

د ماه جبین قزلباش سره ددرملني په موخه ۵ لکه پاکستانۍ کالداري مرسته سوې

د پښتو نامتو سندرغاړي ماه جبین قزلباش سره ددرملني او ښې روغتیا په پار دخیبر پښتون خوا حکومت له لوري ۵ لکه روپۍ مرسته وسوه د کلتور څانګي مشر شمع نعمت رسنیو ته وویل چې دم ګړی یې روغتون کې د هغې لور ته یولک روپۍ سپارلي ماه جبین دا مهال د پیښور په یوه روغتون کې د زړه د حملې د ناروغۍ له کبله بستر ده بل خوا شمع دا هم ویلي چې د صوابۍ حکومت ورته ویلي دوی له فن سره مینه لري او د فن کارانو مرسته به کوي




t