د پوهنې وزیر د لوګر له چارواکو سره د وروستۍ پیښې په اړه ولیدل

د پوهنې وزیر د لوګر له چارواکو سره د وروستۍ پیښې په اړه ولیدل

پوهنې وزیر د لوګر ولایت له لوړ رتبه چارواکو سره د یاد ولایت د زده کوونکو څخه د ناوړه ګټه اخیستنې په تړاو د خپاره شوي راپور په اړه د جدي څارنې په موخه لیدنه وکړه.

یاد وزارت وايي، د افغانستان پوهنې وزیر ډاکتر محمد میرویس بلخي د لوګر له والي محمد انور اسحاق زي، د یاد ولایت د ولسي جرګې او مشرانو جرګې له استازو، د ولایتي شورا رئیس او نورو لوړ رتبه چارواکو سره د یاد ولایت له زده کوونکو څخه د ناوړه ګټه اخیستنې په تړاو د خپاره شوي راپور د څیړلو او روښانولو په اړه لیدنه او خبرې وکړې.

سرچینه وايي، دا لیدنه چې د پوهنې وزارت په کوربه توب تر سره شوه، پوهنې وزیر میرویس بلخي د یادې موضوع د مختلفو اړخونو د څیړلو او روښانه کولو لپاره د باصلاحیته پلاوي له ګمارلو څخه خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې یاد پلاوۍ نن سهار لوګر ولایت ته رسیدلی دي.

پوهنې وزیر په دې موضوع ټينګار وکړ چې د ښوونې او روزنې مرکزونه د افغانستان ماشومانو ښوونې او روزنې ځاي دۍ نو له همدې امله مونږ د ښوونکو او اداري کارکوونکو په ګډون په دې وزارت کې د ټولو کارکوونکو له کړنو څخه جدي څارنه لرو.

د لوګر والي محمد انور اسحاق زي په دې لیدنه کې وویل چې دا راپور نه یواځې چې حقیقت نه لري بلکه د پوهنې کورنۍ او د لوګر ولایت معارف دوسته خلکو ته سپکاوی دی.

یاد وزارت خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي؛ اسحاق زي همدارنګه د لوګر ولایت په سطح د امنیتي، عدلي او قضایي ارګانونو څخه د باصلاحیته پلاوو له ګمارنې څخه خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې د لوګر ولایت ټول لوړ رتبه چارواکي به د یادې موضوع ټول اړخونه د جدي څیړنې او تعقیب لاندې ونیسي.

د لوګر ولایت وکیلانو او سناتورانو وویل چې د ښوونې او روزنې لمنه پاکه ده او په دې ادعاوو او تورونو باید ککړه نشي.



لوګر وروست پيښه پوهنې وزیر څیړنه
t