د ګلډن ګلوب جایزه چا وګټل؟

د ګلډن ګلوب جایزه چا وګټل؟

د ګولډن ګلوب د جایزو په ٧٧ جشن کې د ۱۹۱۷ په نامه فلم چې سم مندس، ډایرکټ او جوړ کړی د غوره فلم او د ښه ډایرکټ کولو جایزې خپلې کړې د ٢٠٢٠ کال د ګولډن ګلوب د جایزو جشن چې د هالیووډ د بهرنیو مطبوعاتو د اتحادیې له خوا جوړیږي د یکشنبې په ماښام د جنورۍ په پنځمه د کالیفورنیا په ایالت کې ننداره سوه ښاغلي مندس د کوینتین تارانتینو سره په هالیووډ کې یوه ورځ فلم، مارتین اسکورسیزي د ایرلندي سړي فلم، تاد فیلیپس د جوکر فلم او بونګ جونګ هو د انګل فلم له یادو سو فیلمو له ډایرکټانو سره سیالي درلوده چې دی ورباندي بری سو او د ګلوب جایزه یې واخیسته تر دې ها خوا بیا واکین فینیکس د جوکر فلم د لوبغاړي په توګه د نارینو په برخه کې د ښه لوبغاړي اکټر جایزه وګټله. هغه په دغه برخه کې د ادم ډرایور، کریستین بیل، جوناتان پییرس او انتونیو باندراس سره سیال و د پامه دې نه وې غورځیدلې چې د ګولډن ګلوب د جایزو په هکله مو مخکي معلومات در کړي ول.




t