سمنګان کې ۳۹ جریبه ځمکه راوګرځول شوه

سمنګان کې ۳۹ جریبه ځمکه راوګرځول شوه

د افغانستان د ښارجوړونې او ځمکو وزارت وايي چې په سمنګان ولایت کې یې ۳۹ جریبه ځمکه له غاصبینو راګرځولې ده.

دا ځمکه د سمنګان په دره صوف ولسوال کې راګرځول شوې ده.

یاد زراعتي ځمکه ده چې له څو کلونو راهیسې د سیمې اوسیدونکو غصب کړې وه او خپل ځانونه یې په کې میشت کړي ول.

دې وزارت ویلي چې له ۱۳۹۲ کال راهیسې تر اوسه یې په دغه ولایت کې ۱۱۳۵۵ دولتي ځمکه استرداد یا بیرته راګرځول شوې ده.

 



سمنګان، ځمکې راګرځول، خبرونه
t