امریکا په فضا کې ګرځندویانو ته رستورانت جوړوي

امریکا په فضا کې ګرځندویانو ته رستورانت جوړوي

د رویټرز خبري اژانس په حواله امریکایي چارواکي غواړي د کلفورنیا ایالت په فضا کې ګرځندویانو ته یو رستورانت جوړ کړي.

سرچینه وایي: په دغه رستورانت کې، چې د ۴ سوو تنو د ځایولو وړتیا لري، د ګرځندویانو ترڅنګ، پوهان او ډاکټران راشه ـ درشه کولای شي.

دغه رستورانت به د ګیت په نوم د یوه بنسټ له لوري جوړ شي.

د دغه رستورانت طرحه کوونکي ویلي: هدف مو دا دی، چې هر څوک د پیسو له سپما کولو سره فضا ته د ورتلو چانس پيدا کړي او له ورتګه یې خوند واخلي.

د رستورانت په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.




t