نواز شریف د تل لپاره فلج شو

نواز شریف د تل لپاره فلج شو

د پاکستان د پخواني صدراعظم نواز شریف ځانګړي ډاکټر ویلي، چې هغه دا ځل د تل لپاره فلج شوی دی.

ډاکټر عدنان دا خبره په لندن کې خبریالانو ته کړې ده.

هغه پر صدراعظم عمران خان تور پورې کړی، چې له هېواده بهر د درملنې لپاره د شریف د وړلو مخته خنډ شوی او د دغه وضعیت سب شوی.

شریف د فساد په تور زنداني و او محکمې په ضمانت بهرنۍ درملنې ته پریښی.

حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې یې شریف د مریضتیا په پلمه له زندانه په ځان خلاصولو تورن کړی.




t