فراه کې لسګونه په نشي توکو روږدي کسان روغتیایي مرکزو ته وړل سوي

فراه کې لسګونه په نشي توکو روږدي کسان روغتیایي مرکزو ته وړل سوي

په فرا ولایت کې ۳۶ په نشي توکو روږدی کسان راټول سوي او د نشي توکو د پریښودو په مخه روغتیایي مرکزونو ته وړل سوي دې د فراه د امنیه قومندانۍ ویاند محب الله محب رسنیو ته وویل چې د ژمي په دې سړه هوا کې دغه نشیان په خورا بد او ناوړه وضعیت کې وه محب زیاته کړه اوس ژمی دی او هوا سړه ده، په نشه يي موادو روږدي کسان په دې فصل کې کې په سړکونو اوسېږي، د سړې هوا په خاطر مو هغوی د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې د پولیسو په وسیله راټول او روغتیايي کلینیکونو ته مو وسپارل.
تر دې وړاندي د فراه ولایت چارواکو ویلي وه چې په دغه ولایت کې دنشي توکو باندي دروږدو کسانو شمیر ۵۵۰۰۰ تنو ته رسیدلې دچارواکو په خبره هر کال دوي په لسګونه کسان تداوي کوي خو په وینا یې چې شمیره یې بیاهم نه کمیږي.




t