فټبال: ۲۰۱۹ کال د سروزو توپ څوک ګټي؟

فټبال: ۲۰۱۹ کال د سروزو توپ څوک ګټي؟

داسې انځورونه خپاره شوي چې انګېرل کیږي د بارسلونا لوبډل مشر لیونل میسي به سبا د سرو زرو توپ وګټي خو لا مالومه نه ده ځکه دې جایزې ته دوه کسه نور هم نوماندان دي
سبا شپه د فرانسې پلازمینه پاریس کې ښار کې د فټبال لوبې د کلنۍ غوره جایزې یا غوره لوبغاړي جایزه ورکول کیږي چې کریسټیانو رونالډو، ویرجیل فن دایک او لیونل میسي نوماندان دي
که چیري میسي دا جایزه تر لاسه کړي نو وروسته له څلورو کلونو به يې بیا ثابته کړې وي چې دی د فټبال لوبې غوره لوبغاړی دی او لاهم مبارزه کولای سي
پرهمدې مهال د غوره لوبغاړي د دې جایزې د اعلان د وخت په رانژدې کیدو سره داسې یو انځور خپور شوی چې د طلايي توپ د ۱۰ غوره لوبغاړو د امتیازاتو په راټولو سره ښکاره کوي چې لیونل میسي په ۴۴۶ نمرو باندې تر ټولو وړاندې دي دی او اټکل کیږي چې سبا شپه به دا توپ میسي ته ورکول شي
د دې امتیازي انځور په دویم ځای کې ویرجیل په ۳۸۲ او دریم ځای کې مصري محمد صلاح شتون لري په داسې حال کې چې رونالډو څلورم مقام خپل کړی




t