لعلپوره کې د روغتيايي خدماتو ارزونه وشوه

لعلپوره کې د روغتيايي خدماتو ارزونه وشوه

د ننګرهار د رسنیو دفتر وايي، عامې روغتيا رئيس په لعلپورې ولسوالۍ کې د روغتيايي خدماتو ارزونه وکړه.

ننګرهار ولايت عامې روغتيا رئيس د لعلپورې ولسوال نعمت الله نورزي او يو شمېر نورو مسئولينو په ملتيا په ياده ولسوالۍ کې بېلابې روغتيايي کلينيکونو څخه ليدنه او څارنه وکړه او د خدماتو ارزونه يې وکړه.

نوموړي د يادې سيمې روغتيا پالو ته ډاډ ورکړ، چې ډېر ژر به په دې ولسوالۍ کې د روغتيا په برخه کې خدمات لا ښه کړي او همدا راز د ريناو پارچاو کلينيک به بېرته خپل اصلي ځای ته وليږدوي، ترڅو ډير خلک له خدماتو څخه برخمن شي.




t