له محصلینو سره د دپیکا خواخوږي هند کې غبرګونونه پارولي دي

له محصلینو سره د دپیکا خواخوږي هند کې غبرګونونه پارولي دي

د هند سینما یوه وتلې ستورې دپیکا پادوکون د محصلینو په یوه لاریون کې ګډون کړی او د هغوی ننګه یې کړې ده دپیکا د جواهر لال نهرو د محصلینو په هغه لاریون کې برخه واخیسته چې پر یو شمېر نورو محصلینو د برید د غندلو لپاره جوړه سوې وه څو ورځی وړاندي مخ پټو وسلوالو دغه پوهنتون ته ننوتل او ګڼ شمیر محصلن یې وډبول دپیکا د سه شنبې په ماښام جنوري۷ په نوي ډیلي کې د دغه برید د غندنې په لاریون کې ګډون وکړ. د هغې دغه کار په هند کې د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو په منځ کې مثبت او منفي نظریات او ناندرۍ پارولي دي معمولآ د بالیووډ ستوري په سیاسي مسايلو کې له ګډون کولو ډډه کوي. په هند کې د فلمونو د متن لیکوال او مبصر ادوایتا کالا په خپل یوه ټویټ کې لیکلي دي ویل کېدل چې بالیووډ موقف نه ښکاره کوي، او له داسې مسایلو سره سر او کار نلري. ځینو نورو دپیکا د بې اتفاقۍ په پارولو تورنه کړې ده.




t