ملګري ملتونه ایران دې د روانو لاریونونو ملاتړ وکړي

ملګري ملتونه ایران دې د روانو لاریونونو ملاتړ وکړي

ملګرو ملتونو پر ایران ږغ کړی چې په دغه هیواد کې دې د روانو لاریونونو ملاتړ وکړي او د لاریون والو له ځوروني دي لاس واخلي د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند استفان دویاریک رسنیو ته ویلې دوي هر ګړی د ایران وضعیت له نږدې څاري او دایران د حکومت دا غبرګون چې لاریونوال ډبوي، اوښکي بهونکی ګاز ورباندي شیندي، ترور کوي یې دا د نه منلو وړ دی او باید عاملین یې عدالت ته وړاندي سي.
د ا لاریونونه وروسته له هغې راپیل سول چې ایران د اوکرایني الوتکي پړه په غاړه واخیستله او ویه یې منل چې دوي په تیروتنه کې ویشتلې، بل لور ته لاریونوال غوښتنه کوي چې د ایران اوسنی رژیم دې استعفا وکړي او مرګ پر خامنه یي شعارونه ورکوي، ا خوا بیا ټرمپ ددې لاریونونو ملاتړ کړی او ایران ته یې خطاب کې ویلی چې خپل وګړي دي نه ځوروي.




t