میدان وردګ: د جنډر او تنوع په اړه روزنیز پروګرام وړاندې کیږي

میدان وردګ: د جنډر او تنوع په اړه روزنیز پروګرام وړاندې کیږي

د میدان وردګو ولایت جنډر برخې مسؤلینو ته د جنډر او تنوع په اړه دری ورځنۍ روزنیز پرګرام وړاندې کيږي.

د یاد ولایت د مطبوعاتو دفتر د والي مظفرالدین یمین له قوله ویلي چې دا ډول پرګرامونه د کارکونکو په وړتيا لوړولو، مهارتونو ورځنیو کارونو پر مخ وړلو کې خورا اغېزناک دي.

ښاغلي مظفرالدین يمين زياته کړه:

«د تېرو وختونو بدبختیو له منځه وړلو او یوې سالمې ټولنې رامنځته کولو لپاره دغه ډول پرګرامونه اړين دي. همدا شان يې مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه چې د جنډر په برخه کې زياته پاملرنه وکړي.»

دغه پرګرام د ښځو چارو رياست کې د ولایت مقام بشري سرچينو رياست او جنډر امريت لخوا د اسلا په همکارۍ وړاندې کیږي.

د اسلا مسؤل ډاکټر بریالي بريال وویل په دې دری ورځني روزنيز پرګرام کې به د ځانګړو ترېنرانو لخوا د جنډر مفهوم، ارزښت، قوانینو، جنډر او تنوع په اړه هر اړخيز معلومات وړاندې شي.

 



تنوع جنډر خبرونه وردګ
t