ننګرهار: د يو شمېر مشتريانو ستونزې او غوښتنې د حل په موخه واوريدې

ننګرهار: د يو شمېر مشتريانو ستونزې او غوښتنې د حل په موخه واوريدې

ننګرهار مرستيالې والۍ حبيبې کاکړ د مرغومي په ۲۴مه ولايت مقام کې، چې د يو شمېر ادارو مسئولينو هم شتون درلود د ګڼ شمېر مشتريانو ستونزې او غوښتنې د حل په موخه واوريدې.

د ننګرهار د رسنیو دفتر وايي، د ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ د هر مشتري شکايت، ستونزې او غوښتنې په جلا ډول واوريدې او اړونده مسئولينو ته يې د حل په موخه د اجراتو سپارښتنې وکړې.

نوموړې همدا راز د يو شمېر مشتريانو عرايض اړونده ادارو ته د قانوني اجراتو په موخه راجع کړې او مشتريانو ته يې د ستونزو په حل کې ډاډ ورکړ.

هره سه شنبه په ولايت مقام کې د مشتريانو شکايتونه، ستونزې او غوښتنې اوريدل کيږي او په حل کې يې اړونده ادارو ته سپارښتنې کيږي.




t