ننګرهار: ۴ تنه په ۳۰ او شپاړلس نيم کالونو بند محکوم شول

ننګرهار: ۴ تنه په ۳۰ او شپاړلس نيم کالونو بند محکوم شول

ننګرهار کې څلور تنه د قتل په قضيه کې په ۳۰ او شپاړلس نيم کالونو بند محکوم شول.

ددې ولایت ښاري محکمې جزا ابتدائيه دېوان قضايي پلاوي يو تن دقتل په قضيه کې د فاعل په توګه په ديرش کاله او درې تنه نور دشريکانو په توګه په شپاړلس نيم – شپاړلس نيم کاله تنفيذي بند محکوم کړل.

د ننګرهار د رسنیو مرکز وایي، چې ښاري محکمې جزا ابتدائيه دېوان قضايي پلاوي دقضايي علني غونډې په ترڅ کې د قضيي د طرفينو په شتون کې درايو په يووالي ظاهر د قتل په قضيه کې د فاعل په توګه د نيولو له نېټې څخه په دېرش ۳۰ کاله تنفيذي بند محکوم کړ.

دغه رازدغونډې قضايي پلاوي درې تنه نور دقتل په همدې قضيه کې د شريکانو په توګه د جزا د نيولو له نېټې څخه هر يو یې په شپاړلس کاله شپږ مياشتو بند محکوم کړل.

قضايي پلاوي وايي، د محکومو شويو کسانو پروړاندې شوي حکمونه وروستي نه دي کولای شي داستيناف غوښتنه وکړي.



افغانستان خبرونه ننګرهار ښاري محکمه
t