هغه پلار تقدير شو چې هره ورځ ۱۲کيلومټره لرې ښوونځي ته خپلې لوڼې وړي

هغه پلار تقدير شو چې هره ورځ ۱۲کيلومټره لرې ښوونځي ته خپلې لوڼې وړي

د پکتيکا والي مجیب الرحمن څمکنی وايي، میاه خان د انجونو زده کړو په برخه کې د هېوادوالو لپاره غوره مثال دی او دا ‌‌‌‌‌‌ډول اشخاص د انجونو روښانه راتلونکی تضمینوي.

نوموړي دا څرګندونې د میاه خان په نوم د ښرنې له هغه اوسېدونکي سره په ناسته کې وکړې چې هره ورځ خپلې درې لوڼه پر موټر سایکل دولس کېلو مېټره لیرې ښوونځي ته وړي.

د ياد ولايت د رسنيو دفتر وايي، میاه خان په دغه ناسته کې وویل، چې ارمان یې دی لوڼي یې ښځینه متخصصې ‌‌‌‌‌‌ډاکټرانې شي، څو په دې ولایت کې د ښځینه روغتیاپالانو ستونرې ختمې شي او د همدې ارمان د پوره کولو لپاره هر سهار لوڼې ښوونځي رسوم او هر ماسپښین یې بېرته کور ته راوړم.

د پکتیکا والي ‌‌‌‌‌‌لومړی خپله لونګۍ میاه خان ته ور په سر کړه او د لوڼو لپاره یې ورسره د قرطاسیې تر څنګ نغدي مرسته هم وکړه.

ښاغلي څمکني د میاه خان هو‌‌‌‌‌‌ډ وستایه او هغه یې هېوادوالو ته د انجونو زده کړو ښه بېلګه یاد کړ چې د خپلو اولادونو روښانه راتلونکی یې تضمین کړی دی.
د پکتیکا والي همدا راز میاه خان ته ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ ورکړ چې هڅه به وکړي کور ته یې نږدې د کوچنیانو لپاره یو مجهز ښوونځی جوړ کړي او د دې لپاره جدي هلې ځلې کوي.

سرچينه زياتوي؛ په دغه ناسته کې د تندر قول اردو دویمې پلې لېوا قوماندان جنرال رحم دل حیدرزي او د پوهنې ریاست یو شمېر مسوولینو هم ګ‌‌‌‌‌‌ډون درلود.




t