هلمند: د ګڼ شمېر مرستندویه موسساتو پر فعالیتونو او پلانونو هراړخیز بحث ترسره شو

هلمند: د ګڼ شمېر مرستندویه موسساتو پر فعالیتونو او پلانونو هراړخیز بحث ترسره شو

د هلمند د والي په رسمي پاڼه لیکل شوي؛ په جوړه شوې غونډه کې د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان ترڅنګ په دې ولایت کي د ټولو مرستندویه موسساتو مسولینو او استازو او همدارنګه د یو شمېر دولتي ادارو ریئسانو هم ګډون درلود.

په ټولیز ډول د مرستندویه ادارو د تیر کال پر ترسره کړو فعالیتونو او راتلونکې ۲۰۲۰ کال لپاره د هغوی پر پلانونو هراړخیز بحث ترسره شو.

د مرستندویه ادارو مسولینو او استازو د هلمند مرکز لښکرګاه او ولسوالیو کي د خپلو تیرو فعالیتونو په اړه د غونډي برخوالو ته مالومات وړاندې کړه او داچي د راتلونکې کال لپاره کومې پروژې لري هم خبرې وکړي.

سرچینه وايي، د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان د موسساتو د تیرو ترسره کړو فعالیتونو او راتلونکو پلانونو تر اورېدو وروسته د خبرو پرمهال وویل:

ټول هغه موسسات چي د بیوزله کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو دمرستې ، روغتیا ، زده کړي او نورو برخو کې کار کوي کارونه يې د ستاینې وړ دي.

ښاغلې یاسین خان زیاته کړه:

 ټولي مرستندویه ادارې د نوي طرزالعمل له مخې مکلفې ګڼل شوي چي په هرو شپږو میاشتو کي دخپلو ترسره کړو فعالیتونو راپور د اقتصاد ریاست ته ورکړي ترڅو ددې ریاست سره ټولې چارې په همږغۍ ترسره شوي وي او ددې ترڅنګ مرکز ته هم د یادو موسسو د کارونه راپور ورکړل شي.

رسنیز دفتر ویلي؛ د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان وویل: د بارانو پرمهال د سیلابونو او نورو ستونزو له امله چي عام ولسونه زیانمن کیږي مرستندویه ادارې باید ورسره پر خپل مرستې ترسره کړي.




t