هلمند: د ۳۵۰ سیلاب ځپلو کورنیو سره د مرستې لړۍ پیل شوه

هلمند: د ۳۵۰ سیلاب ځپلو کورنیو سره د مرستې لړۍ پیل شوه

په هلمند ولایت کي د تیرو اورښتونو پرمهال چي سیلابونه هم له ځان سره لرل د مرکز لښکرګاه ښار په شمول په یو شمېر ولسوالیو کي يې ګڼو عامو ولسونو ته د مالي زیان تر څنګ ځاني تلفات هم واړول چي ۹ تنه شهیدان او ۱۶ نور د کورونو نړیدلو پرمهال ټپیان شول.

د هلمند د والي په رسمي فیسبوک پاڼه لیکل شوي؛ د ورستیو سیلاب ځپلو کورنیو څخه د ۳۵۰ کورنیو سروې پای ته رسېدلې چي نن د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان له لوري د سرکار سيمه کې د کوچیانو هغو کورنیو سره چي ځپل شوې وې، مرسته وشوه.

د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان د خبرو پرمهال وویل:

د بېړنیو پیښو پر وړاندي د مبارزې ریاست او افغاني سرې میاشتي ټولنې لخوا خوراکي او غیر خوراکې توکې یاد شمېر کورنیو ته چمتو شوي چې اوړه ، غوړي ، کمپلې ، د کور لوښي او د اوبو ساتلو ډبې پکې شاملې دي.

ښاغلي یاسین خان زیاته کړه، هلمند کې د اضطراري کمېټې غونډه کي د سیلاب ځپلو کورنیو سره د مرستې رسولو برخه کي چمتووالی ښودل شوی او د مرستو دا لړۍ به دوام ولري.

د هلمند والي ښاغلي یاسین خان وویل چي ولایتي اداره د ۴۰۰۰ کورنیو لپاره نور هم بشپړ چمتوالی لري ترڅو په بیړنیو حالاتو کې ورته مرسته ورسوي.

 




t