ولسمشر غني د ځینو ولایتونو وضعیت و ارزوو

ولسمشر غني د ځینو ولایتونو وضعیت و ارزوو

ولسمشر غني د نورستان، خوست او لوګر ولایتونو امنیتي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت وارزاوه.

ارګ وایي، د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني له والیانو سره د کتنو په دوام، د ښې حکومتولۍ او خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په اړه نن د نورستان، خوست او لوګر د والیانو راپورونه واورېدل.

په دغو کتنو کې چې په ارګ کې ترسره شوې، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې عمومي رئیس عبدالمتین بېګ هم حضور درلود. د نورستان والي حافظ عبدالقیوم، د خوست والي محمد حلیم فدایي او د لوګر والي انورخان اسحاقزي د خپلو اړوندو ولایتونو د برنامو او پروژو د تطبیق راپورونو ترڅنګ، د خپلو ولایتونو غوښتنې او وړاندیزونه جمهوررئیس سره شریک کړل.

ولسمشر غني د والیانو د راپورونو تر اورېدو وروسته د یادو ولایتونو اقتصادي وضعیت وارزاوه او وې ویل، لومړنی کار چې باید ترسره شي د پروژو د تطبیق لپاره د بودجې او سرچینو ځانګړي کول دي.

هغه زیاته کړه، د بودجې او امکاناتو د تخصیص لومړیتوب لپاره اړتیا ده چې جمهوري ریاست د والیانو لیدلوری ولري.

سرچینه زیاتوي؛ جمهوررئیس همداراز د امنیت او ثبات د تامین او د ټولنیزو مسایلو په برخه کې د یادو والیانو لیدلوری واورېد او د امنیت دتامین، خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو او انکشافي پروژو د تطبیق په برخو کې یې هغوی ته لازمې لارښوونې وکړې.



ارزونه وضعيت ولایتونه ولسمشر
t