ولسمشر له متحده عربي اماراتو افغانستان ته راستون شو

ولسمشر له متحده عربي اماراتو افغانستان ته راستون شو

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس محمد اشرف غني متحده عربي اماراتو ته له دوه ورځيني سفر څخه، نن سهار کابل ته راستون شو.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني دوه ورځې وړاندې د شیخ سلطان بن زاید آل نهیان د وفات له امله د متحده عربي اماراتو مقاماتو سره د غمشریکۍ او خواخوږۍ په موخه، د متحده عربي اماراتو پلازمېنې ابوظبۍ ته ورغلی وو.

هغه ددې سفر په ترڅ کې د متحده عربي اماراتو له چارواکو سره جلا ليدنې هم وکړې.



سفر ولسمشر، سفر،، امارات
t