کونړ: د ماهیانو دتولید او ساتنې مرکز جوړولو کار ۴۰سلنه شوی

کونړ: د ماهیانو دتولید او ساتنې مرکز جوړولو کار ۴۰سلنه شوی

دکونړ ولایت په څوکۍ ولسوالۍکې د ماهیانو دتولید او ساتنې د غه سترمرکز چې څه موده وړاندې یې کار پیل شوی و اوس یې شاو خوا څلوېښت سلنه چارې بشپړ شوي دي.

د کونړ ولایت دکرنې او مالدارۍ رئیس انعام الله ساپی وايي خوښ دی چې د ولایت مقام او کرنې وزارت په همکارۍ وتوانید د ټولنې ځانبسیاینې په برخه کې دغه مهمه پروژه پیل کړي.

د یاد ولایت د رسنیو دفتر لیکلي؛ نوموړي وویل د کرنې اوبولګلولو او مالدارۍ وزات د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت دباغدارۍ او مالدارۍ ملي برنامې له مخې د خلکو اقتصادي ودې په پار یاده پروژه پلي کیږي چې دماهیانو د تولید او ساتنې دغه مرکز کې به په کلني ډول ۲’۲ دوه اعشاریه دوه میلیونه ماهیان تولید او په شل نورو فارمونو کې به وروزل شي.

کرنې رئیس وایي چې د کونړ سیند ماهیانو ترڅنګ به په دغه مرکز کې درې بېلابېل ډولونه ماهیان تولید او د مارکيټ اړتیاوو ته په کتلوبه بازار ته په ټنونوصیحي غوښه وړاندې کړي.

ښاغلي ساپی د اقتصادي پلوه یاده پروژه خورا مهمه ګڼي او ددې ولایت د کرنیز سکتور په بېلابېلو برخو کې د مثبت بدولونونو خبر ورکوي.




t